د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست له خوا د جبران خسارې سروې وشوه.

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۲۱:۵۴
1

۱۴۴۷/۱۲/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۲/۳۰  هـ ش

د وزارت مقام د هدایت په اساس د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست له خوا لوګر ولایت کې د ۲۲۰ کیلوواټه برېښنا پروژې د متضررینو د جبران خسارې تخنیکي ارزونه ترسره شوه د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست د جبران خسارې مشترک ټیم له لوري د عبدالمنان په نوم د یوه تن د کور او ونو، او همدارنګه د محمدآغې  ولسوالي اړوند د عبدالصبور په نوم د یوه تن د ونو ساحې له نږدې تخنیکي ارزونه ترسره شوه.

د یادې ارزونې پر مهال مسلکي انجنیرانو ساحه په دقیق ډول وکتله او متضررینو ته د جبران خسارې د منظور شوي فورم مطابق د ونو د ایستلو او کور د تخریب اړینې لارښوونې وکړې.

د مسؤلینو په وینا، د ونو تر ایستلو او کور تر تخریب وروسته به ټول اړوند اسناد د وروستیو اجراآتو او قانوني مراحلو د بشپړولو لپاره د اوبو او انرژي وزارت ته واستول شي.

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست ټینګار کړی، چې د ولس ستونزو ته د قانون، شفافیت او مسلکي اصولو له مخې رسېدنه د دوی له لومړیتوبونو څخه ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۲۱:۵۴
Background image

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست له خوا د جبران خسارې سروې وشوه.

۱۴۴۷/۱۲/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۲/۳۰  هـ ش

د وزارت مقام د هدایت په اساس د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست له خوا لوګر ولایت کې د ۲۲۰ کیلوواټه برېښنا پروژې د متضررینو د جبران خسارې تخنیکي ارزونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۲۱:۴۶
Background image

د جلګې خوړد ټينګښت چارو له پروژو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳ هـ ق  مطابق ۱۴۰۵/۲/۳۰ هـ ش

د پکتیا سينديزې فرعي حوزې رياست سلاکار انجنیر فضل الرحيم رحيمي او مل تخنیکي پلاوي په مرکز ګردېز کې د جلګې خوړ د ټينګښت په موخه د بر کوچي خېلو او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۲۱:۳۵
Background image

لوګر ولایت کې د دوو پروژو له چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۲/۳۰ هـ ش

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رياست تخنیکي ټیم د مرکز اړوند کمال خېلو کانال تحکيماتي  پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې. . .

بیرته تګ

User account menu