د ننګرهار سیندیزې حوزې مسؤلینو د جبګي خانانو او نبي جان کاریزونو تخنیکي سروې ترسره کړه
د ننګرهار سیندیزې حوزې مسؤلینو په غني خیلو ولسوالیو کې د جبګي خانانو او بني جان کاریزونو تخنیکي سروې ترسره کړه.
همدارنګه یادو مسؤلینو د چپرهار ولسوالي اړوند د مندرخیلو کانال د پاکاري او په کوز کنړ ولسوالي کې د برکاشکوټ د سربند کلي د استنادي دیوال او چکډمونو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره کړه او مسؤلینو ته یې اړین هدایات ورکړل.
