د هرات ولایت د انرژي کمیټې ناسته ترسره شوه
یاده ناسته د هرات ولایت د انرژي کمیټې رئيس ښاغلي ملا عبدالسلام مستوفي آغا او د یادې کمیټې د ټولو غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د کمیټې د واکونو، مسؤلیتونو،ارزښت او همدارنګه د برېښنا انرژي د طبیعي سرچینو، زیرمو او ارزښت په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
