د پنج آمو حوزوي عمومي رئیس د مرکز اړوند ګډ تخنیکي پلاوي سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۴:۳۳
Kondoz

محترم الحاج مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د پنج آمو حوزوي عمومي رئیس د اوبو او انرژي وزارت، د کلیو او پراختیا وزارت او د ټولګټو وزارت له ګډ تخنیکي پلاوي سره وکتل.

په دغهٔ لیدنه کې، دواړو خواوو د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالي د قدم جای پروژې د ارزونې په هکله بحث او د اندونه تبادله وکړه او ښاغلي حاجي حکمت له نوموړي تخنیکي ټیم سره د پوره همکاري د ژمنې ترڅنګ له هغوی څخه وغوښتل ترڅو د نوموړې پروژې ارزونه په تخنیکي او معیاري توګه ترسره کړي.

د مرکز ګډ پلاوي، د دغې پروژې د غوره ارزونې په موخه د بشپړې هڅې ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۵:۹
Background image

خوست اوبو او انرژي ریاست کې د انرژي سروې او ارزونه ترسره شوه

د برېښنا انرژي سکتور د پایدارې پراختیا، د انرژي ساتنې او اغېزمنتیا د ترویج او ښه والي په موخه، د پایدارې انرژي عمومي ریاست - د انرژي ساتنې او اغېزمنتیا ریاست تخنیکي ټیم د خوست اوبو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۰:۳۷
Background image

هلمند عمومي حوزوي ریاست کې د اوبو د سپما او سالم مدیریت په هکله یو ورځنی سمینار ترسره شو

دغه سمینار د هلمند عمومي حوزوي رئيس محترم الحاج قاري عبدالهادي هادي، د دغه ریاست د مسؤلینو او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې ترسره شو.

د هلمند عمومي حوزوي رئيس په دغه سمینار. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

غزني ولایت کې د بهائي کانال پروژه د نږدې څلور میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

د غزني ولایت د اجرستان ولسوالي په عباس خېلو سیمه کې د بهائي کانال پروژه د ۳ میلیونه، ۸۱۲ زره او ۵۶۹ افغانیو په لګښت بشپړه شوه.

په دغه پروژه کې د نوموړي کانال هغه برخه چې اوبه ورڅخه. . .

بیرته تګ

User account menu