د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې او د پکتیا دکرنې او وترنري انسټیټوټ ترمنځ د اکاډمیکو همکاريو هوکړه لیک لاسلیک شو
د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محمد کریم فاتح د پکتیا د کرنې او وترنري انسټیټوټ له آمر محترم انجنیر عبداللطیف حکمت سره د اکاډمیکو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د دغه هوکړه لیک پر بنسټ ، نوموړی انسټیټوټ کولای شي چې د عملي زده کړو د ترلاسه کولو په موخه زده کړیالان د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ته وروپېژني.