د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس د بالاده کانال د بیارغونې او پاکاري چارو له بهیر څخه څارنه وکړه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۶ - ۹:۴۰
1

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي محمد کریم فاتح او ورسره مل تخنیکي ټیم د یاد ولایت مرکز اړوند د بالاده کانال د بیارغونې او پاکاري چارو له بهیر څخه څارنه ترسره کړه او مسؤلینو ته یې لازم هدایات ورکړل.

د یادې پروژې چارې د یوې مرستندویه ټولنې په مالي ملاتړ د څه باندې اته سوه او نوې زره افغانیو په ارزښت د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

د دې پروژې چارې د یوې میاشتې په موده کې بشپړېږي او کابو ۳۵۰ کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي او له ۱۸۰ هکتاره زیاته کرنیزه ځمکه به تر خړوبولو لاندې راشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu