د پکتیا ولایت د احمد آباد ولسوالي برېښنا رسونې پروژې ته به د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره رسیدګي وشي
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د پکتیا ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل او په هغه ولایت کې یې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله خبرې، اترې وکړې.
په دغه لیدنه کې، د نوموړي ولایت قومي مشرانو د احمد آباد ولسوالي د برېښنا رسونې پروژې او د مچلغو بند پروژې د پلي کولو غوښتنه وکړه.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د دوی وړاندیزونو ته به په راتلونکي کې د دغه وزارت له لوري د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره اړین اقدامات تر لاس لاندې ونیول شي.