د پکتیا ولایت پراختیايي پروژو د چارو د چټکتیا په اړه ناسته

MEW-Media
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۳ - ۱۰:۲۶
dd

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې په ولسي جرګه کې د پکتیا ولایت استازي ښاغلي محمد ابراهیم غښتلي سره وکتل. په دغه ناسته کې دواړو لورو په پکتیا ولایت کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې اړوند پراختیاي پروژو په ځانګړي ډول د اوبو او بريښنا بندونو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وکړه. په پيل کې د پکتیا ولایت محترم استازي ښاغلي غښتلي د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د رهبرۍ د کړنو قدرداني وکړه او د پکتیا ولایت د ولس غوښتې، وړاندیزونه او اندیښنې د دغې ادارې له لوی رئيس ښاغلي تکل سره شریکې کړې. ښاغلي تکل د پکتیا محترم استازي ته ډاډ ورکړ چې د مچلغو بند چارې به پر وخت او ښه کیفیت تر سره کیږي؛ د دې تر څنګ به په راتلوونکي کال کې د "سورۍ خوله" بند چارې پيل شي او تر څنګ به یې د هغو پراختیاي پروژو چې د سړې هوا له امله یې چارې ځنډېدلي د ۱۰ چکډم نویو پروژو چارې پيل شي. د یادونې وړ ده چې په پکتیا ولایت کې څلور متوسطو بندونه (نري، درنګ، ګویان، تورګانی) په راتلوونکي پلان کې دي چې په نوبت او د پلان مطابق به یې چارې پيل کیږي. د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu