د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس د کابل له والي سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۰
1

د کابل سیندیزې عمومي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر حبیب الرحمن حقپال او ورسره مل د منځنۍ کابل سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي ولي محمد تائب د کابل له والي ښاغلي شیخ محمد قاسم خالد او د دفاع وزارت د ودانیزو تاسیساتو له رئيس ښاغلي مولوي نورالدین سره وکتل.

په یاده لیدنه کې، د شاه و عروس بند پروژې د پاتې کارونو د بشپړولو او متضررینو ته د استملاک شویو کورونو په بدل کې د ځمکې د وېش په مخ کې د راپوته شوې ستونزې په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د دفاع وزارت د ودانیزو تاسیساتو مسؤلینو په دې لیدنه کې د یادې ستونزې د هوارولو په برخه کې د همکاري ډاډ ورکړ

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۴:۵۱
Background image

فاریاب ولایت کې د ینګي زرغون سټيشن د تحکیماتو پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالي کې د ینګي زرغون سټیشن د تحکیماتو پروژه د څه باندې ۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محي الدین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د لغمان پوهنتون ۱۳۰ تنه زده کړیالانو ته د اوبو کچې د اندازه کولو، د هایدرولوژي سټیشنونو د فعالیت او د اوبو تأسیساتو په هکله معلومات وړاندې شول

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لغمان پوهنتون د انجنیري پوهنځي د درېیم کال ۱۳۰ تنه زده کړیالانو ته د اوبو کچې د اندازه کولو، د هایدرولوژي سټیشنونو د فعالیت او د اوبو تأسیساتو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د خپرنیز ارګان (اوبۀ او انرژي) مجلې ۳۳ ګڼه د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

د اوبو او انرژي وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست له لوري د دغه وزارت د خپرنیز ارګان (اوبۀ او انرژي) مجلې ۳۳ ګڼه نوې له چاپه راووته.

په دغه مجله کې په مرکز او ولایتونو کې د دغه وزارت. . .

بیرته تګ

User account menu