د کندز پنج آمو عمومي حوزوي ریاست کې د انرژی اغیزمنتیا او ساتنې (انرژي سپما) په هکله د عامه پوهاوي برنامه ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معينيت، د پایدارې انرژي عمومى رياست د انرژي مثمریت او تحفظ رياست تخنيکى ټيم هر یو انجنیر منصورالرحمن عبدالحی، انجنیر محمد فردین هاشمي، انجنیر صفي الله مشواڼي او انجنیر اسماالله مجدي د کندز پنج آمو عمومي حوزوي ریاست څخه لیدنه وکړه.
د دغې لېدنې پرمهال، نوموړي تخنیکي ټیم د دغهٔ عمومی ریاست کارمندانو ته د انرژي اغېزمنتیا او ساتنې په هکله د عامه پوهاوي برنامه ترسره، او همدارنګه د لمريزې برېښنا انرژي او د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې د امکان سنجي مطالعاتو سروې او ارزونه ترسره کړه.
په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو لارو، چارو په هکله د نوموړي رياست له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.
همدارنګه، د برنامې په دوام کې انجنیر محمد فردین هاشمي، د انرژي مثمریت متخصص د پرزینټېشن په وړاندې کولو سره په بشپړه توګه د انرژي مدیریت، د انرژي د سرچینو ساتنې، چاپیریال ساتنې، د انرژي د سپما ارزښت او د سپما تګلارې اړوند معلومات ګډونوالو ته وړاندې کړل او د یادې برنامې د وړاندې کولو موخه یې له انرژي څخه په سمه توګه ګټه اخیستنه او عامه پوهاوی وبالهٔ.
د یادونې وړ ده، چې د انرژي سپما د عامه پوهاوي برنامې د اقتصادي کمیسیون 20/9/1445 نېټې 13 ګڼې مصوبې دوهم بند د تحقق په موخه له پلان سره سم د اوبو او انرژي وزارت لخوا مخکې له دې په څو وزارتونو / امارتي ادارو کې ترسره شوې او په راتلونکي کې به هم دوام ومومي.