د 1402 مالي کال د پیل عمومي غونډه د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې په ریاست کې ترسره شوه
یاده غونډه د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې رئیس، انجنیر کاوه خروش تر مشري لاندې د لومړې حصې، دویمې حصې، نجراب او تګاب ولسوالیو د ساحوي دفترونو مدیرانو او د یادې حوزې د کارمندانو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې، د یادې حوزې آمرینو او د ساحوي دفترونو مدیرانو د خپلو یو کلنو کړنو ګزارش د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې ریاست ته وسپارل او همدارنګه، د 1402 کال د پلان په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
