لوګر ولایت کې د شیندار خېلو چکډم چارې د نږدې څلور میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۹:۳۴
1

د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالي کې د شیندارخېلو چکډم چارې د درې میلیونه، نهه سوه درې څلوېښت زره او یو سلو دوه پنځوس(۳۹۴۳۱۵۲) افغانیو په ارزښت د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د دغه ریاست تخنیکي سلاکار محترم انجنیر فضل الرحمن عمرزي، د خوښۍ مرستیال ولسوال او د یو شمېر قومي مشرانو په ګډون پیل شوې.

دغه چکډم چې د ۵۳ متره په اوږدوالي او د ۴.۵ متره په لوړوالي جوړېږي د 6063.2  متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا به ولري او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا لامل شي.

د دغې پروژې چارې د افغانستان د اسلامي امارت په مالي لګښت پرمخ وړل کېږي او چارې به یې د درې میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۳
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د نوې اداري ودانۍ ودانیزې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۲۲هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۳هـ .ل

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ریاست د نوې اداري ودانۍ د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست د نوې اداري ودانۍ ودانیزې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

په پکتیکا ولایت کې د دریو پروژو چارې د څه باندې ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۲هـ ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۳هـ ل

په پکتیکا ولایت کې د سرحوضې ولسوالي د مارزک کلي استنادي دېوال چارې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو او په زیړوک او یوسف‌خېلو ولسواليو کې د دوو کانالونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۱۳
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د کمال خان بند او لشکري کانال له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۸/۴/۲۱هـ ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۲هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په مشري د اوبو معین محترم انجنیر مجیب. . .

بیرته تګ

User account menu