هغه څلور ورځنی ورکشاپ چې د ځمکې لاندې اوبو د انجنیرانو د وړتیا لوړونې په موخه په لاره اچول شوی و، پای ته ورسېد

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۶ - ۱۶:۲۴
1

د ځمکې لاندې اوبو انجنیرانو د وړتیا لوړونې ورکشاپ د پای ته رسېدو برنامه، نن د ځمکې لاندې اوبو رئيس محترم انجنیر عزیز الرحمن عزیز، د اطلاعاتو او نشراتو رئيس محترم الحاج غلام جیلاني حق پرست او د منځنۍکابل سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي ولي محمد تائب په ګډون ترسره شوه.

د دغه ورکشاپ د پای ته رسېدو په برنامه کې، د اطلاعاتو او نشراتو رئيس محترم الحاج غلام جیلاني حق پرست د هېواد آبادولو په برخه کې د فردي او ټولنیز مسؤلیت د ترسره کولو او په غوره توګه د ورسپارل شوو دندو د ترسره کولو په هکله په هر اړخیزه توګه خبرې وکړې او د دغه ورکشاپ ګډونوال یې وهڅول چې خپلې دندې په اخلاص او پوره امانتدارۍ سره پرمخ یوسي.

په ورته مهال، د دغه ورکشاپ یو تن ګډونوال محترم انجنیر ځدران امیني د دغه ډول ورکشاپونو جوړول د خپلې وړتیا لوړونې په برخه کې اغېزمن او ارزښتناک وګڼل او د اوبو او انرژي وزارت له رهبري څخه یې د دغه ډول لازیاتو ورکشاپونو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.

په دغه ورکشاپ کې د سیندیزو حوزو انجنیرانو ته د ځمکې لاندې اوبو په بېلابېلو برخو کې په تیوري او عملي توګه د ځمکې لاندې اوبو ریاست د مسؤلینو له لوري د څلورو ورځو په موده کې ښوونه ورکړل شوه.

د یادونې وړ ده، چې د دغه ورکشاپ په پای کې د سیندیزو حوزو انجنیرانو ته تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.

غونډه د منځنۍ کابل سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي ولي محمد تائب له خوا په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu