ټاکل شوې ده څو شیبې وروسته زابل ولایت کې د توري بند چارې رسما پرانیستل شي
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور په داسې حال کې چې د دې وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده هم ګډون درلود د زابل ولایت له مرستیال والي ښاغلي سلیمان بهیر آغاسره د زابل ولایت د توري بند د پرانیستي په موخه ګډه ناسته ترسره کړه.
ټاکل شوې ده چې څو شیبې وروسته د زابل ولایت د توري بند د اوبو او انرژي وزرات د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور له خوا د دې وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د وزارت د یو شمېر رئيسانو او د یاد ولایت د سیمه اییزو مسؤلینو په ګډون کې رسما پرانیستل شي.
یاده دې وي چې تر دې مخکې به د اوبو بندونو ډيزاین د بهرنیو شرکتونو د انجنیرانو له خوا په ډېر مالي لګښت سره ترسره کېده، خو د لومړۍ ځل لپاره د زابل ولایت د توري بند د کورنیو انجنیرانو له خوا ډیزاین شوی دی.
