پروان ولایت کې د خیشکې درې ذخیروي بند لومړنۍ سروې ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۳:۴۳
1

د پروان ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د پروان ولایت په سیاه ګرد ولسوالي کې د خیشکي درې د خیروي بند لومړنۍ، ټولنیزه، اقتصادي، کرنیزه او چاپیریالي سروې ترسره کړه.

د دغې پروژې په پلي کېدو سره به سلګونه هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه او سلګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شي.

همدارنګه، نوموړي تخنیکي ټیم د سیاه ګرد له ولسوال او یو شمېر قومي مشرانو سره هم وکتل او د نوموړې پروژې د پلي کولو په هکله خبرې، اترې وکړې.

User account menu