په تخار ولایت کې د 380 زره امریکایې ډالرو په ارزښت د شلو(20) واترشید پروژو له جملې څخه د پنځو پروژو عملي چارې پیل شوې
د تخار ولایت په چاه آب ولسوالي کې د درې سوه اتیا زره(380000) امریکایې ډالرو په ارزښت د شلو(20) واترشید پروژو له جملې څخه د پنځو پروژو عملي چارې د اف، اي، او دفتر په مالي ملاتړ د تخار ولایت د دشت قلعې ښکتني پنج سیندیزې فرعي حوزې او د ناروي کمیټې په همغږۍ سره پیل شوې، چې پکې ګڼ شمیر هېوادوالو ته د کار زمینه چمتو شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې نوموړې پروژې به په یاده ولسوالي کې د کرنیزو ځمکو په خړوبولو، د سیلابونو په مخنیوي، او د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې په برخه کې رغنده رول ولري.
