په تورخم ښارګوټي کې له پاکستان هېواد څخه د را ستنو شوو افغان مهاجرینو لپاره د څښاک یخو اوبو برابرولو سیسټم فعال شو

mew-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۴۲
1

د ننګرهار ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم سید فضل احد هاشمي د ننګرهار ولایت د یخو فابریکو له مسؤلینو سره وکتل او له پاکستان هېواد څخه د راستنو شوو افغان مهاجرینو لپاره د څښاک یخو اوبو برابرولو سیسټم په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د دغې ناستې په پایله کې د یخو فابریکو مسؤلینو ژمنه وکړه، چې هره ورځ به له پاکستان هېواد څخه د راستنو شوو افغان مهاجرینو د څښاک اوبو ستونزې د هوارولو په موخه شاوخوا څلور سوه د یخ تختې او د اوبو ذخیره کولو بیلرونه د تورخم ښارګوټي ته ور ولېږي.

همدارنګه، ښاغلي هاشمي د راستونو شوو افغان مهاجرینو ستونزې هم واوریدې.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په تورخم ښارګوټي کې له پاکستان هېواد څخه د راستنو شوو افغان مهاجرینو له پنډغالي څخه لیدنه وکړه او د هغوی ستونزې واورېدې او اړوندو مسؤلینو ته یې د هغوی د ستونزو د هوارولو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۵
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴ هـ.ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي اړوند په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې تر اوسه پورې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

بیرته تګ

User account menu