په دایکندی ولایت کې د میشتو مؤسسو او دونرانو او د پورتني هلمند(دایکندي) سیندیزې فرعي حوزې تر منځ د همغږیو رامنځته کولو په موخه ناستي ترسره شوې
یادې ناستې د پورتني هلمند(دایکندي) سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم ملا رحیم الدین رحماني او د نوموړې حوزې د آمرینو په شتون کې د یونیسف، میدآیر، افغان اید، RRAA, CRS, WSTA او Action موسسو او دونرانو له مسئولینو سره ترسره شوې او د اوبو سکټور د هغو پروژو په په برخه کې چې د یادو موسسو له لوري پلي کېږي د همغږیو رامنځته کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
په دغو ناستو کې ټینګار وشو، چې ټول هغه کورنۍ او نړیوالې موسسې چې د اوبو په سکټور کې فعالیت کوي، خپلې ټولې پروژې دې د اوبو چارو د تنظیم قانون پر بنسټ او د پورتني هلمند(دایکندي) سیندیزې فرعي حوزې سره په همغږۍ کې پلي کړي.