په لوګر ولایت کې د شولک چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي
۱۴۴۸/۳/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۵ هـ ل
د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د شولک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د دغې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د ځمکې لاندې اوبه تغذیه او سېلابونه هم کنټرول شي.
