په ننګرهار ولایت کې د برېښنا رسولو د څلورو شبکو د فعالیتونو له بهیر څخه څارنه وشوه
۱۴۴۸/۳/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۵ هـ ل
د ختیځ زون د انرژي چارو د تنظیم آمریت مسؤلینو په جلال آباد ښار کې د برېښنا رسولو د څلورو شبکو د فعالیتونو له بهیر څخه څارنه وکړه.
د یاد آمریت مسؤلینو د یادو برېښنا رسولو شبکو له مسؤلنیو څخه ژمنه واخیسته چې د اوبو او انرژي وزارت د انرژي د تنظیم له اصولو سره سم به د برېښنا د تولید او وېش په برخه کې د فعالیت جواز ترلاسه او د شبکو د معیاري کولو، خوندیتوب او تخنیکي اصول به هم مراعات کوي.
