په میدان وردګ ولایت کې د  څه باندې ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځو چکډمونو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۷:۵۶
1

د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار او په نرخ، سید آباد او دایمیرداد ولسوالیو کې د 35.5 میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځو چکډمونو چارې د یاد ولایت د والي ښاغلي محمد عمري، د میدان ښار سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالصمد حلیم ، یو شمير نورو سیمه ییزو مسؤلینو او مشرانو په شتون کې په ځانګړو مراسمو سره ګټې اخیستنې ته و سپارل شوې.

د دې پروژو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ښاغلي عمري وویل چې د دې ولایت  د اړوندو سکتوري او تخنیکي ریاستونو په همغږي په را روان ۱۴۰۲ لمریز کال کې به د میدان وردګ ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې ۲۰ د اوبو ذخیروي بندونو چارې پيل شي.

په ورته مهال، د میدان ښار سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالصمد حلیم وویل چې د یادو پروژو چارې د DRC موسسې په مالي ملاتړ د سیندیزې حوزې د مسؤلینو تر دومداره څارنې لاندې د ۹ میاشتو په موده کې بشپړې شوې چې د ۷۹ زره متره مکعب اوبو د ذخیره کولو د وړتیا په لرلو سره به ۳۳۹۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu