پکتیکا ولایت کې د ماشین کلي چکډم د جوړولو چارې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې
د پکتیکا ولایت په نعمت آباد ولسوالي کې د ماشین کلي چکډم د جوړولو چارې د دوه میلیونه، یو سلو نه ویشت زره، یو سل او شپیتهٔ (2129160) افغانیو په لګښت د پکتیکا ګومل سیندیزې فرعي حوزې او د قراردادي شرکت استازو، د نعمت آباد ولسوال او د یاد کلي قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.
نوموړی چکډم د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د امتي بلدرز ودانیز شرکت له لوري د 40 متره په اوږدوالي، د ځمکې له سطحې څخه د 4 متره په لوړوالي، په تهداب کې د 4.4 متره او په سر کې د 0.8 متره سور سره د دوو میاشتو په موده کې جوړیږي، چې د 24241.8 متره مکعب اوبو د زیرمه کولو وړتیا به ولري.