کاپیسا ولایت کې د ده بابي کانال د پاکاري چارو له روان بهیر څخه څارنه ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۱ - ۱۰:۵۴
1

د لاندني پنجشیر سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو (محمود راقي) په کاپیسا ولایت کې د ده بابي کانال د روانو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د لاندني پنجشیر سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د یادې پروژې مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په پار لازم هدایات ورکړل.

یاد کانال تر اوسه پورې د ۵/۳ کیلو متر په اوږدوالي سره د بشري ځواک په مټ د اوبو سرچینو د بشري مرستو د پروګرام له خوا د اوبو او انرژي وزارت دکانالونو او ودانیو د بیارغونې پروګرام تر چتر لاندې په بشپړه توګه پاکاري شوی او چې پکې په ورځني ډول ۴۰ مزدوران د دوو ساحوي ناظرینو تر څارنې لاندې کار کوي.

د ده بابي کانال په کاپیسا ولایت کې د سنتي اوبو لګولو له عمده کانالو له ډلې څخه یو کانال دی، چې په ثانیه کې یې د اوبو وړتیا ۵/۲ متر مکعبو ته رسېږي، چې  د سربند څخه د شپږ کیلومتره اوږدوالي په لرلو سره تر لاندې کلیو پورې ۲۲۱ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu