ارزګان ولایت کې د برېښنا سرچینې او برېښنا ته د اړتیا سروې ترسره شوې
د اوبو او انرژي وزارت یو تخنیکي ټیم ارزګان ولایت ته د یاد ولایت د برېښنا سرچینې، برېښنا ته د اړتیا او له کجکي برېښنا بند څخه د دې ولایت د مرکز په ګډون ټولو ولسوالیو ته د برېښنا د لېږد سروې ترسره کړې.
یاد تخنیکي ټیم ارزګان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت د مرستیال والي او یو شمېر نورو رئيسانو سره هم وکتل او د ولایت مقام تر رهبري لاندې یو ګډ پلاوی و ټاکل شو، ترڅو د ارزګان د مرکز په شمول د ټولو ولسوالیو د اوبو سرچینې چې برېښنا تولیدوي او د برېښنا سټیشنونو د جوړولو لپاره ساحې وټاکي.
یاد ګډ پلاوي د برېښنا د تولید سرچینې او د سټیشنونو د جوړولو لپاره د اړتیا وړ ساحې وټاکلي.