اړینه خبرتیا

mew-admin
1

د ټولو مخاطبینو او ډله ییزو رسنیو د پام وړ!

د اوبو او انرژي وزارت د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۲ لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۹ نیټه د اس ک ام هواسلیک انونیوم شرکت سره د برېښنا انرژي د تولید، لېږد او وېش په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې دغه خبر « د اوبو او انرژي وزارت او د اس ک ام هواسلیک اونونیوم شرکت تر منځ د دوه اړخیزې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو» تر سرلیک لاندې د دغه وزارت په ویب پاڼه او ټولنیزو رسنیو کې خپور شو.

له بده مرغه چې ځینو خواله او چاپي رسنیو دغه خبر  بیا داسې خپور کړی دی، چې« د اوبو او انرژي وزارت له یو ایراني شرکت سره د دوه اړخیزې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ».

د یادونې وړ ده چې نوموړی شرکت ایرانی نه دی، بلکې یو ترکي شرکت دی او هغه خبر چې د دغه وزارت له لوري خپور شوی ، د شرکت د ځای نوم هیڅ ذکر شوی نه دی.

له همدې کبله د انیس ملي ورځپاڼې، د سپوتنیک خبرګذاري، آرمان ملي آنلاین، مردم سالاري آنلاین، خبر آنلاین، ډیلي فراز سایټ، د ایران دیده بان سایټ او د نورو ټولو رسنیو چې له دغو رسنیو څخه یې په تېرونې سره دغه خبر خپور کړی دی غوښتنه کېږي، چې دغه خبر تصحیح او بېرته یې خپور کړي او هېله کېږي چې په راتلونکي کې د دغه راز خبري تېروتنو څخه مخنیوی وشي.

همدارنګه له ټولو رسنیو څخه په درناوي غوښتنه کېږي ، چې د خبرونو په خپرولو کې له بشپړ دقت څخه کار واخلي او د خبرونو منځپانګه له اصلي سرچینې سره سم د خبر د لومړنۍ سرچینې له خوا د تاييد او صحت په پام کې نیولو سره خپور کړي، ترڅو د خبر له تحریف او سهوي او عمدي تېرونو څخه مخنیوی وشي.

په درناوي

د افغانستان اسلامي امارت

د اوبو او انرژي وزارت

نوي اعلانونه

شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۶ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د غبرګولي له  26 نېټې څخه...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۱۶:۲۰
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د ۱۴۰۳ لمریز کال د غبرګولي له  ۲۴ نېټې څخه تر...

یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۶:۴۷
Background image

⚠🚿📢💭🚦 د پوهاوي پيغام

د ۱۴۰۳ لمریز کال د غبرګولي میاشتې له پيل...

Back to announcements

User account menu