بغلان ولایت کې د جوی نو کانال د پاکاري د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه
د بغلان ولایت د اوبو او انرژي ریاست رئيس محترم ملا محمد عمر انس او ورسره مل ټیم د بغلان ولایت د ډنډ غوري ولسوالي د جوی نوی کانال د پاکاري د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
په دغه پروژه کې د نوموړي کانال د ۴ کیلو متره په اوږدوالي پاکاري او ۱۲ متره د دېوال سنګ کاري شامله ده چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ۱۲ زره جریبه ځمکه خړوبه شي.