بغلان ولایت کې د حسن تال د اوبو ذخیروي بند لومړنۍ سروې ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۷ - ۱۰:۴
1

د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالي کې د حسن تال د اوبو ذخیروي بند لومړني سروي د یاد ولایت د سیندیزې حوزې د انجنیرانو له خوا ترسره شوه.

یاد بند د جغرافیايي موقعیت له پلوه په حسن تال سیمه کې  د نهرین او مرکزي بغلان ولسوالیو د تنګې په منځ کې واقع شوی دی.

د سروې پر بنسټ، یاد بند د جیومورفولوژیکي پلوه یوه تنګه دره ده چې دکال په ټولو فصلونو کې د جاري اوبو لرونکي ده چې د اوبو سرچشمه یې د چرګې او پلفې کوتلونو څخه ده.

یاد تنګۍ په نوبتي ډول د ۱۸۰۰۰جریبه ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او د بند د جوړولو په صورت کې به یاده وړتیا ۳۵۰۰۰ جریبه ځمکې ته لوړه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۵
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴ هـ.ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي اړوند په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې تر اوسه پورې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې. . .

بیرته تګ

User account menu