بغلان ولایت کې د یوه تحکیماتي دېوال د دوهمې برخې او د یوه سربند د جوړېدو چارې د ۶۰ زره آمریکایي ډالرو په ارزښت پيل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۱۰:۰
1

د بغلان ولایت په خنجان ولسوالي کې د یوه تحکیماتي دېوال د دوهمې برخې(لاټ) او د یوه سربند د جوړېدو چارې د ۶۰ زره آمریکایي ډالرو په ارزښت د بغلان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محب الله عادل، د خنجان ولسوالي د امنیه قوماندان او مرستیال ولسوال او د یو شمېر قومي مشرانو په شتون کي پیل شوې.

د دغې پروژې د پرانیستو په مراسمو کې د بغلان سیندیزې فرعي حوزې رئيس د قراردادي شرکت له مسؤلینو څخه و غوښتل چې د نوموړې پروژې چارې په ښه کیفیت سره ترسره کړي.

د دغه تحکیماتي دېوال د جوړېدو دوهمه برخه چې ۱۳۳۰ متره اوږدوالی او یو متر لوړوالی لري، چارې یې د  اف اې او دفتر په مالي ملاتړ پرمخ وړل کېږي .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۳:۵۹
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۲:۲۶
Background image

غزني ولایت کې د شپږو سټیشنونو ساتنه او څارنه ترسره شوه

د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست ...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۲:۱۷
Background image

بیرته تګ

User account menu