خوست ولایت کې د یوه سربند، کانال او استنادي دېوال پروژې چارې د نږدې ۲۳۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت پيل شوې

MEW-Media
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۵:۵۴
۱

د خوست ولایت د مرکز اړوند د شمل پیرانو په سیمه کې د یوه سربند، کانال او استنادي دېوال پروژې چارې د ۲۲۹ زره او ۷۸۳ آمریکایي ډالرو په لګښت د خوست والي محترم عبدالله مختار، د کابل عمومي حوزوي رئيس محترم احسان الله حقیار، د خوست د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو، قومي مشرانو  او د ایف، اې، او موسسې د مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې د خوست والي، د کابل عمومي حوزوي رئيس او د خوست د اوبو او انرژي رئيس د هغې د ارزښت په هکله خبرې وکړې.

په دغه پروژه کې د 2.25 متره په لوړوالي او 145 متره په اوږدوالي یو سربند، یو کانال چې کابو ۵۰۰ متره اوږدوالي لري او د 416  متره په اوږدوالي او 3.75  متره په لوړوالي یو استنادي دېوال شامل دی، چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د نوموړې پروژې چارې د ایف، اې، او موسسې په مالي لګښت د خوست د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې د چارو به بشپړېدو سره به یې شاو خوا ۲۱۲۰ جریبه ځمکه خړوبه شي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu