خوست ولایت کې د ۱۲۰۶ متره په اوږدوالي د یوۀ کانال د رغولو چارې  د نږدې ۹۴ زره ډالرو په لګښت پیل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۰:۳
1

د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس، مولوي عبدالقیوم ثابت د یاد ریاست تخنیکي ټيم په ملتیا او د ګڼ شمېر مشرانو او ځایي اوسېدونکو په شتون کې د خوست ولایت اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالي اړوند د آرخېلو سیمې کانال د جوړولو چارې پرانیستې.

د نوموړې سیندیزي حوزې رئیس د یادې پروژې د پرانیست غونډې پرمهال ګډون والو ته ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د بیارغونې کارونه په چټکي سره روان دي او د هېواد په مختلفو برخو کې لویې او کوچنۍ د بیارغونې پروژې پلي کېږي.

د یادونې وړ ده چې د نوموړي کانال د رغولو چارې د اف، اې، او مؤسسې لخوا د یو کورني شرکت له لوري د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د ۹۳۸۱۴ دري نوي زره آته سوه څوارلس امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې.

نوموړی کانال د ۱۲۰۶ متره اوږدوالي په درلودلو سره ۷۳۰ کورنیو ته د څښلو اوبو رسولو او ۱۲۲ هکتاره ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري چې د رغولو چارې به یې د ۶ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

په پکتيا ولايت کې د سورکي شاهي کوټ چکډيم چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست مسؤلينو د روحاني ولسوالي اړوند د سورکي شاهي کوټ چکډيم پروژې د ودانيزو چارو له بهير څخه څارنه وکړه.

د ياد چکډيم چارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې

۵/۵/ ۱۴۴۸هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

په هلمند ولايت کې د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې چې په بېلا بېلو برخو کې په چټکۍ روانې دي، شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به يې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند او د یوه چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۳ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروار ذخیروي بند او د اوبوکه غونډي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو پر چټکتیا باندې. . .

بیرته تګ

User account menu