د  افغانستان د اوبو او انرژي وزارت پلاوي د ایران د نوې کېدو وړ انرژي په کنفرانس کې ګډون وکړ

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۰:۴۰
1

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت یوه پلاوي د ایران په بلنه د نوې کېدو وړ انرژي په شپږمې ملي جایزې او د نوې کېدو وړ انرژي په نهم نندارتون او نړیوال کنفرانس کې چې د غبرګولي په ۳ او ۴ نېټه په هغه هېواد کې جوړ شوی وو،ګډون وکړ.

دغه پلاوی د افغانستان د اوبو او انرژي وزارت د نوې کېدو وړ انرژي رئيس محترم انجنیر جان محمد حمزه تر سرپرستي لاندې د دغه وزارت د یو شمېر تخنیکي مسؤلینو او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت استازي وو.

په دغه کنفرانس کې، د نوې کېدو وړ انرژي په برخه کې د افغانستان سیاستونه او برنامې،کورنۍ وړتیاوې، د پانګونې فرصتونه او نړیواله همکاري تشریح شوه. همدارنګه، د افغانستان پلاوي د نوې کېدو وړ انرژي په برخه کې له ایراني فعالو شرکتونو سره خبرې، اترې وکړې. ځینو دغو شرکتونو په افغانستان کې د پانګونې لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.

دغه کنفرانس د متخصصینو، د پوهنتونونو د استادانو او له بېلابېلو هېوادونو څخه د خصوصي شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوی وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم فاریاب ولایت کې سروي ترسره کړه.

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي ریاست په همغږي د خواجه  سبزپوش او دولت‌ آباد ولسوالیو د چیچکتو، پته‌ بابا، شوردریا، قوزي بای‌ قلعه او خشت‌ پل استېشنونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۳:۵۵
Background image

غزنې ولایت کې د زنخان بند د کنټرولي دروازو ترمیم بشپړ شو.

 د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکی ټیم د زنخان ولسوالي اړوند د زنخان بند کنټرولي دروازې په اساسی توګه ترمیم کړې، چې له امله به یې د سیلابونو مخنیوي او د بند ساتنه وشي.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۴۹
Background image

هرات ولایت کې د آسیادیو تحکیماتی پروژې څخه څارنه او ارزونه ترسره شوه.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت تر چترلاندې د اوبو څارنې او ارزونې تخنیکې ټیم  د هرات ولایت د اوبو او انرژي ریاست اړوند ګلران ولسوالي کې د آسیادیو تحکیماتي  پروژې څخه څارنه او. . .

بیرته تګ

User account menu