د آخرالزمان د فتنو په هکله د دعوت او ارشاد ریاست روزنیز او اصلاحي سمینار ترسره شو
په دغه سمینار کې چې د اوبو او انرژي وزارت ټولو کارمندانو ګډون درلود، د دغه وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي ګل رحمن عارف د آخرالزمان د فتنو په هکله په تفصیلي توګه خبرې وکړې.
د دغه وزارت د دعوت ارشا رئيس د احادیثو، روایاتو او تاریخي کیسو په استناد سره څرګنده کړه، چې په آخرالزمان کې فتنې ډېریږي او له فتنو څخه د خلاصون یوازینې لار د خدای(ج) د اوامرو او د حضرت محمد ﷺ د سنتونو پيروي کول دي.
محترم مولوي عارف په خپلو خبرو کې د اولیاالله کراماتو د حقانیت او د قبر عذاب ته په اشارې سره ټول ګډونوال وهڅول، چې په ټینګ ایمان سره د اسلام د سپیڅلي دین لارښوونو ته پناه یوسي ؛ ترڅو د آخرالزمان د فتونو له شر څخه په امن کې و اوسئ او په دنیوي او اخروي ژوند کې نېکمرغه شئ او د شریعت له لارې هغه ډلې چې د مسلمانانو په عقایدو کې د اختلافاتو د خپرولو لامل ګرځي و پېژنئ؛ ځکه چې هغوی په خپل همدغو کړنو سره د مسلمانانو د هلاکت او تباهي لامل ګرځي.