د ارغنداب رود له بستر څخه د جغلو، شګو او خاورو د را ایستلو له بهیر څخه څارنه وشوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۶:۵
1

د کندهار د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د ارغنداب رود له بستر څخه د جغلو، شګو او خاورو د را ایستلو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو شرکتونو ته یې له نوموړي رود له بستر څخه د جغلو، شګو او خارو د را ایستلو په هکله اړینې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې په تېرو څو کلونو کې د ارغنداب رود په بېلابېلو سیمو کې په غیر اصولي او نا منظمه توګه د جغلو، شګو او خارو د را ایستلو له کبله د اوبو د ضایع کېدو ترڅنګ د رود د بستر، اوبیزو تاسیساتو، څنډو او ځمکو ته تاوانونه رسولې او د اوبو مسیر یې زیانمن کړی دی.

User account menu