د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د اوبو او انرژي وزارت له سلاکار سره وکتل
د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي ملا سید محمد شرافت او ور سره مل د یاد ریاست کارمندانو د اوبو او انرژي وزارت له سلاکار ښاغلي ډاکټر فاروق اعظم سره وکتل.
په یاده لیدنه کې، د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د اوبو او انرژي وزارت سلاکار ته د خپلوکړنو او لاسته راوړنو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل.
همدرانګه د یاد ریاست تخنیکي ټیم د کندهار ولایت د ځمکې لاندې اوبو او دچکډمونو د جوړولو په اړه هم د اوبو او انرژي وزارت سلاکار ته مفصل معلومات وړاندې کړل.
په ورته وخت کې، د اوبو او انرژي وزارت سلاکار د یاد ریاست د راپور تر ارزونې ورسته د دوی د لاسته راوړنو او کړنو په هکله خوښۍ څرکنده کړه.
