د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر؛ محترم الحاج ملا محمد یونس “آخندزاده“، د ایران اسلامي جمهوریت د نیرو له وزیر؛ محترم عباس “علي آبادي“ او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.
۱۴۴۸/۴/۲۴هـ ق / ۱۴۰۵/۷/۱۵هـ ل
په دې لیدنه کې چې د دواړو هېوادونو د اوبو او انرژي معینانو، د دولتي شرکتونو او مختلفو اړوند برخو ګڼ شمېر رئیسانو ګډون درلود، د دواړو مسلمانو ګاونډيو هېوادونو تر منځ د اوبو او انرژي په سکتورونو کې د همکاریو پر پراختیا، د یو بل له مثبتو تجربو د استفادې او په افغانستان کې د انرژۍ تولید، انتقال او توزېع په برخه کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه رغنده بحثونه وشول.
همدارنګه د ایران اسلامي جمهوریت د نیرو وزیر؛ محترم عباس “علي آبادي“ د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزیر؛ محترم الحاج ملا محمد یونس “آخندزاده“ ته رسمي بلنه ورکړه چې د ایران اسلامي جمهوریت ته سفر وکړي او د نوموړي هېواد د اوبو او انرژۍ سکتور له شته وضعیت لیدنه وکړي.
