د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د (۱۷) ګڼې مصوبې د تحقق په موخه دویمه تخنیکي ناسته ترسره شوه.

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱ - ۱۴:۱۱
1

د آمو سیند غاړو تحکیماتو په اړه د افغانستان اسلامي امارت د کابینې(۱۷) ګڼې مصوبې د تحقق په موخه دویمه تخنیکي ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت د جلساتو په تالار کې د بهرنیو چارو وزارت، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت، د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزارت، د معادونو او پطرولیم وزارت، د طبیعي حوادثو پر وړاندې د مبارزې وزارت او د احصایې ملي ادارې استازو په ګډون ترسره شوه.

په غونډه کې د اړوند اداراتو د استازو له لوري د آمو سیند غاړو تحکیماتو د طرحې غني کولو په موخه بېلابېل نظریات او وړاندیزونه مطرح شول او په دې اړه لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

بیرته تګ

User account menu