د افغانستان برېښنا شرکت د مدیره پلاوي دوهمه ناسته ترسره شوه

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۴ - ۱۳:۱۳
24/1/1401

 

 

دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست ښاغلي ملا عبداللطیف منصور او د افغانستان برېښنا شرکت د مدیره پلاوي د ټولو غړو په ګډون د اوبو او انرژي وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په غه ناسته کې، د افغانستان برېښنا شرکت د اساسنامې پر تعدیل او بیاکتنې باندې بحث او دنظر تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ښاغلي ملا عبداللطیف منصور په دې ناسته کې د انرژي په پراختیا کې د یاد شرکت د اساسنامې د اهمیت په هکله خبرې وکړي او د مدیره پلاوي له ټولو غړو څخه و غوښتل، چې خپلې تولې هڅې د دې اساسنامې د تعدیل او بیاکتنې پر وخت په کار واچوي.

ښاغلي منصور په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، اړینه ده چې د انرژي سکتور ټول مسؤلین په هیواد کې د انرژي د پراختیا په لاره کې پر یوې مشخصي او کلي تګلارې باندې کار وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu