د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر  د ازبکستان هیواد د اوبو او انرژي وزیرانو او  مل  پلاوي سره وکتل.

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۸ - ۸:۳۵
1

د کتنې په پیل کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور   له ازبکستان څخه راغلي لوړ پوړي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د هرات د زلزله ځپلو سره د دغه هیواد د مرستې په اړه  یې له دوی څخه مننه وکړه.

الحاج ملا عبداللطیف منصور د یاد شوي پلاوي سره د سرخان پلخمري  ۵۰۰ کیلو ولټ  پروژې په اړه، د امو سیند پر سر د ۲۲۰ کیلو ولټ مزي د ترمیم، د وارداتی برېښنا د سیستم د ارزونې په موخه د هغه هیواد د تخنیکي ټیم استول، د لازیاتې وارداتي انرژي د جذب،   په افغانستان کې د ازبکستان د خصوصي سکټور  پانګونه او د اوبو د مدیریت په اړه بحث او نظرونه شریک کړل. د ناستې په پای  کې د ازبکستان  پلاوي د افغانستان د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ته بلنه ورکړه چې د پورته ذکر شوو مواردو د حل په موخه په نژدې راتلونکي کې  تاشکند ته رسمي سفر وکړي تر  څو چې د پورتنیو مواردو  په هکله نتیجې ته ورسیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

بیرته تګ

User account menu