د اف. اې. او موسسې مسؤلینو په لوګر ولایت کې د اوبو پروژو د پلي کولو په برخه کې لیوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۸:۴۵
1

د لوګر ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د اف. اې او موسسې له مسؤلینو سره وکتل او په لوګر ولایت کې د اوبو پروژو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

ښاغلي آخندزاده په دغه لیدنه کې د نوموړې موسسې له مسؤلینو څخه و غوښتل چې په لوګر ولایت کې د اوبو پروژې پلي کړي.

په ورته مهال، د نوموړې موسسې مسؤلینو په نوموړي ولایت کې د اوبو پروژو د پلي کولو په برخه کې لیوالتیا څرګنده او زیاته یې کړه، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې به د اوبو ودانیو د جوړېدو په برخه کې سروې ترسره او د سروې تر بشپړېدو وروسته به عملي چارې پيل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۵۲
Background image

هرات ولایت کې د یوه چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د هریرود – مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا او د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل د نوموړو ریاستونو ګډ تخنیکي ټیمونو د دغه ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۴۶
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د بدخشان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل د دغه ریاست تخنیکي سلاکار بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي محمد اسماعيل غزنوي سره یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۱:۲۶
Background image

د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي رئیس د شیرین تګاب ولسوالي يوشمېر قومي مخورو او متنفذینو سره وکتل.

د فاریاب د اوبو او انرژي رئیس، محترم الحاج مولوي محی‌الدین مبارز د شیرین‌ تګاب ولسوالي له یو شمېر سپین‌ ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل. په دې لیدنه کې د یادې ولسوالي د اوبو د کمښت ستونزې. . .

بیرته تګ

User account menu