د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله په کابل ښاروالي کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۵:۳۶
1

پهٔ دغهٔ برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو، چارو په هکله د کابل ښاروالی ادارې له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي د عمومي ریاست تر چتر لاندې د انرژي د مثمریت او تحفظ ریاست کارمندانو هر یو انجنیر احمد ضیا فیروز د مثمریت او تحفظ ریاست ارشد متخصص او انجنیر محمد فردین هاشمی د انرژي د مثمریت متخصص، د پرزنټېشن په وړاندې کولو سره په مفصله توګه د انرژي مدیریت، د انرژي د سرچینو ساتنې، چاپیریال ساتنې، د انرژي د سپما ارزښت او د سپما تګلارې اړوند معلومات ګډونوالو ته وړاندې ورکړل او د یادې برنامې د وړاندې کولو موخه له انرژي څخه په سمه توګه ګټه اخیستنه او عامه پوهاوی وباله.

د یادونې وړ ده، چې د انرژي سپما د عامه پوهاوي برنامې د اقتصادي کمیسیون 20/9/1445 نېټې 13 ګڼې مصوبې دوهم بند د تحقق په موخه د پلان مطابق د اوبو او انرژي وزارت لخوا مخکې له دې په څو وزارتونو کې ترسره شوې او په راتلونکي کې به هم دوام مومي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۵:۳۸
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۵:۳۲
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۵:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د جومات پراختیا د پروژې چارې پیل شوې

د اوبو او انرژي وزارت د جومات پراختیا ...

بیرته تګ

User account menu