د انرژي زونونو د کارمندانو لپاره د وړتیا لوړولو ښوونیز سمینار د انرژي معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شو

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۱۷:۵۳
1

یاد سمینار د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د وزارت د مقام د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکی ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز، مالي او اداري عمومي رئيس ښاغلي الحاج محمد الدین نیازي ، رئيسانو، سلاکارانو، تخنیکي انجنیرانو، آمرینو او د انرژي زونونو د کارمندانو په ګډون ترسره شو.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده د دې ښوونیز سمینار په پرانیست غونډه کې د دې ښوونیزو سمینارونو ترسره کول د معاصرو علومو د زده کړې؛ او په هېواد کې د انرژي د مدیریت او پراختیا په برخه کې ور څخه ګټه اخیستنه اغیزمنه و بلله.

همدارنګه د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکی ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز په دې سمینار کې د هېواد د آبادۍ په لار کې د رښتیني خدمتونو د ترسره کولو د اهمیت او د افغانستان اسلامي امارت د نظام د پیاوړتیا په هکله خبرې وکړې او د انرژي زونونو آمرینو او کارمندانو باندې یې ټینګار وکړ چې له دې سمینار څخه په ښه توګه ګټه واخلي.

په ورته مهال، مالي او اداري عمومي رئيس ښاغلي الحاج محمدالدین نیازي ملت ته د رښتیني خدمت ترسره کول او د اسلامي نظام ساتنه د اسلامي امارت د مسؤلینو له اړینو مسؤلیتونو څخه وګڼل.

د یادولو وړ ده، چې دغه ښوونیز سمینار د انرژي زونونو د آمرینو او کارمندانو لپاره د دریو ورځو لپاره په پام کې نیول شوی، چې د ترسره کولو موخه يې د انرژي زونونو مسؤلینو ته د هغو تخنیکي وسایلو ښوونه ده چې د وزارت له لوري نوي پېرل شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

بیرته تګ

User account menu