د انرژي معینیت اداري او تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۱:۲۶
1

دغه ناسته د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب تر مشري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې اړوندو مسؤولینو د انرژي په برخه کې شته ستونزې شریکې کړې، په ځانګړې توګه د انرژي په زونونو کې د وسایطو او امکاناتو د کموالي او د راتلونکې کال لپاره د بودېجې د زیاتېدو په هکله یې د انرژي له معین سره بحث او د اندونو تبادله وکړه.

ښاغلي یعقوب د اړوندو مسئولینو د ستونزو او وړاندیزونو په اورېدلو سره زیاته کړه چې د راتلونکي کال بودیجه به د پلان سره سمه جوړېږي او شته ستونزې به هم هوارې او همدارنګه هغه اړوندو مسؤولینو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۱۵
Background image

د هرات ولایت د پاشدان بند په کاسه کې څه د پاسه ۳ متره اوبه زېرمه شوې دي

د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل د دغه ریاست یو شمېر تخنیکي مسؤلینو د پاشدان بند له وضعیت څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د بند د ساتنې او مراقبت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۵۷
Background image

خوست ولایت کې د اوبو رسولو، تحکیماتي او حفظ او مراقبت پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري په تڼیو، ګربزو او علیشیرو ولسوالیو کې د اوبو رسولو، تحکیماتي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

فاریاب ولایت کې د اوبو کموالي ستونزه د هغه ولایت د اوبو او انرژي له رئيس سره شریکه شوه

د فاریاب د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالي له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل او په نوموړې ولسوالي کې د اوبو کموالي ستونزو د هوارولو په هکله. . .

بیرته تګ

User account menu