د انرژي معینیت اونیزه اداري او تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۲:۸
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب تر رهبري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

د ناستې په بهیر کې د انرژي د سکټور اړوند بېلابېلو موضوعاتو او د چارو د انسجام، همغږي او لا غوره تنظیم په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

همدارنګه، د ناستې په بهیر کې د برېښنا رسونې، د غزني ولایت د مرکز او اندړ ولسوالي د شبکې د پراختیا په هکله هم خبرې، اترې وشوې او اړین تصمیمونه ونیول شول.

د انرژي محترم معین د موضوعاتو تر ارزولو وروسته، اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

له غزني ولایت څخه د پکتیکا مرکز ته د برېښنا د انتقالي مزي او د توزیعي شبکې سروې په چټکۍ روانه ده

۱۴۴۸/۵/۲هـ.ق مطابق۱۴۰۵/۷/۲۲ هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی و رعاه د حکم پر بنسټ، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي ریاست د مسؤلینو له لوري له غزني ولایت څخه د پکتیکا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۳۸
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردې سهاک چکډیم جوړولو چارې شاوخوا ۱۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۲ هـ.ق مطابق ۲۲/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په نرخ ولسوالي کې د سردې سهاک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد چکډیم چې د موسمي اوبو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۲۳
Background image

د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب په ریاض کې د افغانستان اسلامي امارت له لوی سفارت څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۸/۵/۱ هـ.ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۱ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس"آخندزاده" صاحب او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ریاض. . .

بیرته تګ

User account menu