د انرژي معینیت اونیزه اداري او تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۶ - ۱۱:۴
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب تر رهبري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره او د تېرې غونډې د موضوعاتو د ارزونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

په دغه غونډه کې د تېرې غونډې د موضوعاتو لکه د ریاستونو د کاري پلانونو د تعقیب، د انرژي سکتور اړوند پراختیایي پروژو لپاره د عمومي پلان چمتو کولو، د برېښنا انرژي سکتور د ملي ستراتیژي او د پنځه کلن پلان د نوي کولو په هکله ترسره شوې پریکړې تر ارزونې لاندې ونیول شوې او اړوندو رئيسانو د نوموړو موضوعاتو په هکله خپل راپور وړاندې کړ.

د انرژي معین د رئيسانو او اړوندو مسؤلینو د راپور او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته، اړوندو مسؤلینو ته د چارو د چټکتیا او غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۶:۱۵
Background image

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس د عزیزي انرژي شرکت له مسؤلینو سره وکتل

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا د عزیزي انرژي شرکت له مسؤلینو سره وکتل او د هرات ولایت د پل هاشمي سب‌سټیشن په سیمه کې د هغوی د اوبو د اړتیاوو په هکله. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۲:۴
Background image

غور ولایت کې د اوبو په برخه کې د شپږو پروژو تخنیکي سروې ترسره شوه

د غور د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د اوبو سرچینو د مدیریت او د اوبو لګولو سیسټمونو د پراختیا په موخه د غور ولایت د مرکز، فیروزکوه اړوند په غلمین سیمه کې د تیلک زمین، چشمه‌نی خار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۳
Background image

زابل او ارزګان  ولایتونو کې د برېښنا شبکو د فعالیتونو څارنه او ارزونه ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا مارکیټ سوداګریز ریاست استازي محترم انجنیر حامد یارمل او ورسره مل تخنیکي ټیم زابل او ارزګان ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال د برېښنا شبکو د فعالیتونو څارنه. . .

بیرته تګ

User account menu