د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۱۴:۱۷
1

دغه ناسته د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت د غونډو وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز تر مشري لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او د دغه معینیت د یو شمېر نورو تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت د غونډو وارسي کوونکي د انرژي سکتور د مسئولیتونو ارزښت ته په اشارې سره د بشري سرچینو د ظرفیت لوړولو او د اړینو اصلاحاتو راوستلو په برخه کې ددغه معینیت کړنې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې هڅه کیږي ترڅو په راتلونکي کې د اړتیا وړ تجهیزات هم چمتو شي.

د غونډې په دوام کې د بېلابېلو اداري او تخنیکي موضوعاتو لکه د چارو د تنظیم او مدیریت، د هېواد د برېښنا شبکې د پراختیا استراتیژې او د نغلو ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو پرمختګ د څرنګوالي په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او اړینې پریکړې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

بیرته تګ

User account menu