د انرژي معینیت اونېزه تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۱:۹
1

دغه ناسته د انرژي معینیت د غونډو د سرپرست او د پایدارې انرژي د عمومي رئيس محترم مولوي عزیزالله سهار تر مشري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې،  د ټاکل شوې کمېټې کړنې چې په تېره ناسته کې هغې کمېټې ته د برېښنا تولید د کوچینو اوبيزو دستګاوو(MHP) د کړنلارې د چمتوکولو په موخه  دنده سپارل شوې وه، تر څېړنې لاندې ونیول شوه او همدارنګه د انرژي په سکتور کې د چارو د انسجام او همغږي د پياوړتیا په هکله هم بحث او د اندونو تبادله شوه.

د ناستې په بهیر کې، رئيسانو او مسؤلینو د نوموړو موضوعاتو په هکله خپل اندونه او معلومات وړاندې کړل او د چارو د غوره ترسره کولو په موخه اړین تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

بیرته تګ

User account menu