د انرژي معینیت تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۳۰ - ۱۲:۳۳
1

دغه ناسته د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب تر رهبري لاندې د انرژي سکتور د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د انرژي سکتور اړوند بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د انرژي پنځه کلن پراختیایي پلان د پراختیا او پلي کولو د څرنګوالي، په انرژي سکتور کې د اړوندو وزارتونو او ادارو ترمنځ د همکاري هوکړه لیک مسودې د چمتو کولو او د خواجه الوان دښتې د کابل تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي پروژې چارو د چټکتیا په موخه د ننګونو د هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د انرژي محترم معین د رئيسانو د راپورونو او اندونو تر ارزولو وروسته، په هېواد کې د انرژي د پراختیا چارو د انسجام، تنظیم او غوره ترسره کولو په موخه اړوند رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم فاریاب ولایت کې سروي ترسره کړه.

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي ریاست په همغږي د خواجه  سبزپوش او دولت‌ آباد ولسوالیو د چیچکتو، پته‌ بابا، شوردریا، قوزي بای‌ قلعه او خشت‌ پل استېشنونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۳:۵۵
Background image

غزنې ولایت کې د زنخان بند د کنټرولي دروازو ترمیم بشپړ شو.

 د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکی ټیم د زنخان ولسوالي اړوند د زنخان بند کنټرولي دروازې په اساسی توګه ترمیم کړې، چې له امله به یې د سیلابونو مخنیوي او د بند ساتنه وشي.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۴۹
Background image

هرات ولایت کې د آسیادیو تحکیماتی پروژې څخه څارنه او ارزونه ترسره شوه.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت تر چترلاندې د اوبو څارنې او ارزونې تخنیکې ټیم  د هرات ولایت د اوبو او انرژي ریاست اړوند ګلران ولسوالي کې د آسیادیو تحکیماتي  پروژې څخه څارنه او. . .

بیرته تګ

User account menu