د انرژي معینیت د بېلابېلو چارو د چټکتیا په موخه فوق العاده ناسته ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۵:۳
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز تر مشرې لاندې د نوموړي معینیت د رئيسانو او ټولو تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د انرژي سکتور د پراختیا پنځه کلن عملیاتي پلان د چارو د چټکتیا او د یاد معینیت د یو شمېر نورو اړینو تخنیکي موضوعاتو په اړه بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د ناستې په بهیر کې، رئيسانو د پورتنیو موضوعاتو د کاري پرمختګ په هکله خپل  راپور وړاندې کړ او وروسته، د دفتر عمومي رئيس د چارو د چټکتیا په موخه اړینې سپارښتنې او هدایات ورکړل.

د یادونې وړ ده، چې د پنځه کلن عملیاتي پلان د کاري بهیر په هکله په ورځنۍ توګه د رهبري مقام ته راپور وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

بیرته تګ

User account menu