د انرژي معینیت په اونیزه اداري او تخنیکي غونډه کې د انرژي په پروژو کې د خصوصي شرکتونو د پانګونې چارو د وضعیت د پرمختګ د څېړلو او یو شمېر نورو موضوعات په هکله خبرې وشوې

دغه ناسته د انرژي معینیت د غونډو د وارسي کوونکي او د پایدارې انرژي د عمومي رئيس محترم مولوي عزیزالله سهار تر مشري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او متخصصینو په شتون کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې، د تېرې ناستې د پرېکړو په هکله د اړوندو مسؤلینو له لوري د ترسره شوو اجراآتو د ارزونې، د خصوصي شرکتونو د ارزونې او د هغوی لپاره د اړینو آسانتیاوو د برابرولو په موخه د ارزونې د فورم او پروپوزل د بېلګه ییز فارمټ د چتموکولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د دغې غونډې په بهیر کې، د انرژي معینیت د غونډو وارسي کوونکي او د پایدارې انرژي عمومي رئيس د نوموړو موضوعاتو په هکله د رئيسانو او متخصصینو د اندونو او وړاندیزونو تر اورېدلو وروسته، اړین تصمیمونه ونیول او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د چټکتیا او غوره پرمخ وړلو په هکله اړینې لارښوونې وکړې.