د انرژۍ سکتور د ښه کولو لپاره درې اړخیز پروتوکول؛ د افغانستان، ترکمنستان او چالیک شرکت ترمنځ لاسلیک شو

hafiz_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۹ - ۱۰:۱۱
15

د افغانستان برېښنا شرکت، ترکمنستان هېواد او چالیک ترکي کمپنۍ د پلاويو ترمنځ څلور ورځني مذاکرات نن پنجشنبه په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس حافط محمد امین د افغانستان د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر  ښاغلی ملا عبداللطیف منصور په حضور کې، د ترکمن انرګو شرکت سره د ۱۱۰ څخه ۲۲۰ کیلوولټ ته د نورالجهاد سب سټیشن د پراختیا تړون لاسلیک کړ. 

په پیل کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس حافظ محمد امین د ترکمنستان هېواد او چالیک ترکي کمپنۍ له استازو مننه وکړه چې افغانستان ته راغلل او د یو لړ مهمو پروژو په اړه یې د برېښنا شرکت له تخنیکي ټیمونو سره دوامداره بحثونه ترسره کړل.

دغه راز ورپسې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور له ترکمنستان هېواد او چالیک ترکي کمپني راغلي پلاوي مننه وکړه او زیاته یې کړه چې یاد هېواد تل له افغانستان سره ښه نیت ښودلی دی او په ډېره ښه پالیسي سره مخې ته ځي. نوموړي په راتلونکي کې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامداره اړیکو هېله څرګنده کړه او په افغانستان کې یې د ترکمنستان له لورې د لا زیاتو اقتصادي پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

ورپسې د افغانستان او پاکستان لپاره د ترکمنستان د نړیوالو پروژو رئیس مراد آرتیکوف د برېښنا شرکت له مېلمه پالنې مننه وکړه او د تېرو څلورو ورځو په لړ کې یې د درې واړو ترمنځ مذاکرات مؤثر وبلل.

سپس، محترم مراد آرتیکوف رئیس پروژه های بین المللی ترکمنستان برای افغانستان و پاکستان از مهمان‌ نوازی شرکت برشنا تشکر نموده و  مذاکرات میان سه طرف در جریان چهار روز گذشته را  موثر خواند.

همدارنګه د TAP ( ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان) ته د۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لیږدونکي مزي پروژې په اړه بحث او هر اړخیزې خبرې وشي.

هم‌چنان پیرامون پروژه انتقال 500 کیلو ولت انرژی برق ترکمنستان از راه افغانستان به پاکستان نیز بحث همه جانبه صورت گرفت.

دغه راز د افغانستان برېښنا شرکت د رهبري او اوبو انرژي سرپرست وزیر له لورې ټینګار وشو چې د شبرغان – دشت الوان ۵۰۰ کیلوولت مزي کار باید ژر تر ژره بشپړ شي ترڅو وکولای شو چې له ترکمنستان هېواد څخه کابل او نورو ولایتونو ته ډاډه برېښنا ولېږدوو.

د یادونې وړ ده چې د درې واړو لورو ترمنځ دغه مذاکرات د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ پیل شول او نن پنجشنبه د نورالجهاد سب‌ سټېشن د پراختیا تړون په لاسلیکولو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu